کابل / دغبرګولي١٠ مه / باختر
د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د کانتينر د فرهنګي دفتر په همکارۍ پرون په دغه ولايت کې د شعر او پنير جشن جوړ کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د يو شمېر دولتي ادارو د رييسانو، عالمانو، مجاهدينو، مشرانو، شاعرانو، ليکوالانو، خبريالانو، ځوانانو او د کانتينر د فرهنګي دفتر مسوولينو په ګډون د کاپيسا د کهستان د لومړۍ برخې ولسوالۍ د سنجن په سيمه کې جوړه شوې وه، د کاپيسا د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي کريم الله وثيق د شعر او پنيرجشن د کاپيسا بومي فرهنګ او د سنجن د بزګرانو دوديز جشن وباله.
وثيق د اسلام له نظره د شعر او شاعرۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته يې کړه چې حضرت محمد ص تل د شاعرانو درناوى کاوه او فرمايلي يې دي چې شعر لکه توره د دښمن ټټر سورى کوي.
په دې غونډه کې د کاپيسا د شاعرانو او ليکوالانو د ټولنې رييس ډاکتر محمد اکرم خاموش د شعر او پنير جشن د جوړولو په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له رياست او د سنجن له خلکو مننه وکړه او ويې ويل چې فرهنګ او ادب په يوه هېواد کې د ټولنې غوږ، سترګه او ژبه جوړوي او دا زموږ رسالت او مکلفيت دى چې د شعر او ادب له لارې خپله ټولنه ويښه او انساني ارزښتونه بنسټيز کړو.
دغونډې په وروستې برخه کې شاعرانو خپل شعرونه او ادبي ټوټې ولوستلې.
\ ذ