ټولنه

په کاپيسا کې د شهيدانوله کورنيو سره نغدي مرسته وشوه

-کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د کاپيسا ولايت امنيتي مسوولين په دغه ولايت کې د شهيدانو له کورنيو سره د نغدي مرستو خبره کوي او وايي چې دوى د درې څلويښتو شهيدانو په کورنيواته مليونه او شپږ سوه زره  افغانۍ نغدې پيسې ويشلې دي .
د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان احمد فهيم قايم د باختر آژانس  خبريال ته وويل چې د هر شهيد کورنۍ ته دوه سوه زره افغانۍ رسيږي. 
په خبرکې ويل شوي دي، په هغې غونډه کې چې د دغې مرستې  د ويش په موخه دکاپيسا ولايت په امنيه قوماندانۍ کې  جوړه شوې وه؛ د دغه ولايت امنيتي مسوولينو، په ولايتي شورا کې د خلکو استازو، جهادي قوماندانانو او د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست استازي ګډون کړى و .
د کاپيسا ولايت امنيه قوماندان د امنيت  په تامينولوکې دامنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ژمنه يې وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو د شهيدانو د کورنيو ستونزې حل کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته