خبرونهټولنه

په کاپيسا کې  په يوه ترافيکي پيښه کې ۱۴ زده کړیالانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل، د چنګاښ٢٩مه، باختر

د کاپيسا دالبيروني پوهنتون د محصلانو د سپرلۍ موټر د چپه کېدو په پيښه کې يو محصل مړ شوی او ١٣ نورټپيان شوي دي.

د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح باخترآژانس ته وويل؛ دغه پيښه پرون هغه وخت رامنځته شوه چې د البيروني پوهنتون د محصلانو د سپرلۍ موټر چې له کابل څخه کاپيسا ته روان و له واټ څخه ووت او چپه شو.

هغه زياته کړه، په دې پيښه کې يو محصل مړ شوی او د اتو نجونو په ګډون ١٣  محصلان ټپيان شوي دي.

د يو بل خبرله مخې؛ په بادغيس کې په يوه ترافيکي پيښه کې يو تن مړ شوی او ٩ نور ټپيان شوي دي.

د بادغيس روغتيايي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د قادس ولسوالۍ د تا کک په سيمه کې د يو سراچه موټر د چپه کيدو له امله يو تن ووژل شو او٩ نورټپيان شول.

د بادغيس د ولايتي  روغتون د نرسنګ مدير ثناءالله ثابت وويل په دې پيښه کې يوه ښڅه مړه شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ نورټپيان شوي دي.

نوموړي د دې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه بللى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته