امنیت

په کندزکې جنايي جرمونه کمښت موندلی دی

کابل / د لړم / ۲۴ / باختر
په کندزولایت کې امنیتي مسوولینو په دغه ولایت کې د جنايي جرمونو د کمښت خبرورکړ.
په هېواد کې د اسلامي امارت د نظام په واکمنۍ سره امنیت تامین شوی دی ، جنايي جرمونه کمښت موندلی دی او د دغه ولایت اوسېدونکي د خپل ځان او مال د امنیت د تامنیولوپه خاطر د اسلامي امارت له نظام څخه ملاتړکوي.
د کندزد امنیې قوماندانۍ د امنیت آمردوست محمد عبیده د باخترآژانس له خبریال سره په خبرو کې د هرډول ګواښونو پر وړاندې د اسلامي امارت د مجاهدینو د بشپړچمتوالي په اړه خبرې وکړې او د دغه ولایت اوسېدونکي ته ډاډ ورکوي چې له مجرمینوسره به جدي چلند وشي.
هغه زیاته کړه که څه هم په کندزکې د مجرمینوشمېرکم شوی دی سره له دې هم په دغه ولایت کې د اسلامي امارت مجاهدین شپه او ورځ هلې ځلې کوي چې د کندزد خلکو د ځان اومال د ښه امنیت د تامینولو لپاره جنايي جرمونه کمښت ومومي .
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته