کابل، د زمري ۵ مه، باختر
د پنځو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پرون په کندز کې پیل شوې.
د کندز د فوټبال فدراسيون مسوول عبدالرشيد صمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د شمال ختيځ زون د ولايتونو (بغلان، تخار، بدخشان، کندز) او دغه راز د باميانو ولايت د ورزشکارانو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پرون پيل شوې او دغه سيالۍ د پنځو ورځو لپاره دوام کوي.
صمدي زياته کړه، چې د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د غوره څېرو معرفي کول او د مرکز اتلانو ليګ ته ورپېژندل دي.
هغه زیاته کړه، چې د دغو سیالیو ګټونکې لوبډله به په ACL لیګ یا د افغانستان د اتلانو په لیګ کې برخه واخلي او لوبه وکړي. ع