ټولنه

پوهندوى اکرمي : له جمهور رييس څخه دعدالت دتامينولو په خاطر مننه کوم

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
پوهندوى ديپلوم انجنير محمد اسلم اکرمي دکابل ښاروالۍ دمالي او اداري معين په توګه بيا په کار پيل وکړ .
پوهندوى اکرمي پنځه مياشتې مخکې له خپلو وظيفوي  صلاحيتونوڅخه دناوړې استفادې  په تور دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له حکم سره سم بې واکه شوى وو او دتورونو له لرې کيدو وروسته  دجمهور رييس له لارښوونې سره سم دجمهور رييس دعدلي او حقوقي  مشورتي بورد درييس پوهاند نصر الله ستانکزي له خوا دکابل ښاروالۍ کارکوونکو ته وروپيژندل شو .
پوهندوى ديپلوم انجنير محمد اسلم اکرمي دباختراژانس له خبريال سره په خبرو کې له جمهور رييس محمد اشرف غني څخه مننه وکړه چې جمهور رييس په هېواد کې له اداري  فساد سره دمبارزې په کار کې کلک هوډ لري او هغه بې بنسټه  تورونه چې د يوشمير فرصت غوښتوونکو له خوا په مالګول  شوي وو په جدي توګه وڅيړل او دلوى څارنوالۍ  او ددرندو جرمونو اوفساد پرخلاف دمبارزې دادارې مسوولين يې موظف کړل چې په ښاروالۍ کې  زما دسرپرستي  او  په دغې ښاروالۍ کې زما دکارونو او په ما دلګول شويو تورونو په اړوند په جدي توګه څيړنې او تحقيقات وکړي .
پوهندوي  اکرمي څرګنده کړه چې ددغو بنسټونو موظفو کسانو په ټول جديت سره په کابل ښاروالۍ کې زما ټول کارونه په هراړخيزه توګه وڅيړل او هيڅ داسې مورد يې چې په صادقانه ډول کابل ښاريانو ته دخدمت په کار کې زما په پاکوالي او صداقت کې شک او ترديد پيداکړي ترلاسه نه کړل .
ده وويل چې ده دمفسدينو پرخلاف دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په صادقانه مبارزې باور درلود او په دې پوهيده چې جمهور رييس دده پرخلاف دلګول شوي  تورونو په برخه کې په پاى کې په حقيقت پوهيږي .
پوهندوي ديپلوم انجنير محمد اسلم اکرمي دافغانستان داسلامي جمهوريت  له جمهور رييس څخه قدرداني وکړه او وي ويل چې جمهور رييس په خپله زما پرخلاف لګول شوي تورونه څيړلي دي او له هغه وروسته چې دفساد او ددرندو جرمونو دڅيړنې دادارو او دلوى څارنوالۍ دکابو دوه  مياشتنيو  تحقيقاتو نتيجې  چې زما په پاکوالي ، صداقت او امانت  دارۍ يې دلالت کاوه وکتله دځينو فرصت غوښتوونکو له هلوځلو سره زه يې بيا په خپلې پخوانۍ دڼدې وګومارلم او په دې ډول ټولو هېوادوالو ته په تيره بيا کابل ښاريانو او دښاروالۍ کارکوونکو ته ثابته شوه چې ټول لګول شوي تورونه بې بنسټه وو .
پوهندوي اکرمي وويل چې په غوڅه توګه دهغو کړيو پرخلاف چې دښاري پلانونو پرخلاف دلوړپوړيزو ودانيو په جوړولو لاس پورې کوي او دخپلو ګټو په خاطر په کابل ښار کې دغير پلاني ودانيو په جوړولو او ددولتي او نادولتي ځمکو په عصب لاس  پورې کوي دريدلي دي او له هغوى سره يې لاس يو نه دى کړى او له همدې امله دهغوى له ډول ډول  توطيو او دسيسو سره مخامخ شوى دى .
ده يوځل بيا دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس څخه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دفساد او مفسدينو پرخلاف به ودريږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته