کابل، د غبرګولي١١ مه، باختر
د کندز د اقتصاد د رياست مسوولين وايي چې په لسګونو ملي او نړيوالې همکارې موسسې په کندز کې فعاليت کوي.
د کندز د اقتصاد رييس دين غلام اسامه د باختراژانس خبريال ته وويل چې د اسلامي امارت په برياليتوب سره په کندز کې څه ناڅه پنځوس ملي او نړيوالې موسسې د روغتيا، ښوونې او روزنې او بشري مرستو په برخو کې فعاليت کوي.
نوموړي زياته کړه همکارو موسسو ته د فعاليت زمينه برابره شوې ده او د اسلامي امارت مسوولين تل هڅه کوي چې مرستندويو موسسو ته د فعاليت ښيې زمينې برابرې کړي.
د کندز د اقتصاد رييس په خبره دغه موسسې نه يوازې د روغتيا ، ښوونې او روزنې او د بشري مرستو په برخو کې فعاليت کوي بلکې د پرمختيايي پروژو په تطبيقولو کې هم خپل فعاليتونه پيل کړي دي.
د هغه د څرګندونو له مخې اوس مهال د کوار موسسه د کندز ښار په بېلابېلو سيمو کې د پوهنې رياست په چوګاټ کې درسي خونې جوړوي چې په دې پروژو کې په لسګونو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د کندز د اقتصاد رييس وويل همدا اوس د روغتيا او پوهنې او د بشردوستانه مرستو په برخو کې څه د پاسه ٩٠ پروژې د دغو موسسو له لوري د تطبيق په حال کې دي چې سلګونو تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
هغه وويل چې د کوار موسسه په دې ولايت کې يوه پروژه ترلاس لاندې لري چې په هغه کې دوه زره تنو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
د کندز د اقتصاد رييس له هغو موسسو چې د هغوى پرمختيايي پروژې نه دي بشپړې شوي وغوښتل چې خپلې نيمه کاره پروژې بشپړې کړي.
/ذ