دکونړولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو پرون ددغه ولايت په مربوطاتوکې دوسايطو ضدڅلور ماينونه کشف اوشنډکړل.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ.
دغه ماينونه دوسله والو مخالفينو له خوا ددغه ولايت دخاص کونړ ولسوالۍ په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و چې دپوليسو له خوا کشف اوشنډ کړي شول.