خبرونهاقتصادټولنهTOP

په کونړ کې د یو پله په بیارغولو سره د زرګونو کورنیو ستونزې آوارې شوې

 کابل / د کب ۲۷مه / باختر

د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د ټولګټو وزارت له بودجې څخه یو ستر پل له بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه پل چې ۱۰۲ متره اوږدوالی او ۶ متره سور لري، په جوړېدو سره یې  د تګ راتګ په برخه کې د ۱۹ زرو کورنیو ستونزې آوارې شوې دي.

by

د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د ټولګټو وزارت د دفتر رییس، د یاد وزارت ویاند مولوي حمیدالله مصباح، د وزارت یوشمېر رییسانو، د کونړ د والي مرستیال او د دغه ولایت امنیه قومندان او یوشمېر نورو مسوولینو، دیني عالمانو او مخورو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې مفتي احسان الله فاتح او حاجي ملک سلامت خان د شلتن ولسوالۍ د خلکو په استازیتوب، له افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د یاد پله د بیارغولو په خاطر یې له ټولګټو وزارت څخه مننه وکړه.

وروسته، د کونړ د والي مرستیال مولانا عبدالله، په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو او خلکو ۲۰ کلنې مبارزې وستایلې او څرګنده یې وکړه چې د افغانانو دغه مبارزې په هېواد کې د اشغال ختم او د یو اسلامي نظام ټینګښت و. هغه د اسلامي امارت له مشرانو څخه وغوښتل چې د کونړ ولس ته ډېره پاملرنه وکړي.

دغه راز د غونډې په بهیر کې د ټولګټو وزارت د دفتر رییس مفتي امیر عبدالله په خپلو خبرو کې، خلک یووالي او پيوستون او د اسلامي نظام ملاتړ ته راوبلل او د کونړ له خلکو یې وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې د اسلامي امارت د پروژو په پلي کولو او ساتنه کې له دغه وزارت سره همکاري وکړي.

هغه وویل چې شل کلن اشغال د افغانستان خلک په څو برخو وېشلي وو، خو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت سره دغه خلک بېرته په یو ملت بدل شوي دي.

په همدې حال کې د کونړ مخکېني والي حاجي عثمان ترابي، د آزادۍ پر ارزښت خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې په هېواد کې آزادۍ او اسلامي نظام، د زرګونو شهیدانو په پاکو وینو سره راغلې ده.

هغه د اسلامي امارت له مجاهدنیو څخه وغوښتل چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او دغه راز پر خلکو یې غږ وکړ چې له مجاهدینو سره دې همکاري وکړي.

همدارنګه په غونډه کې د کونړ امنیه قومندان مولانا عبدالحق حقاني، د اسلامي نظام ساتنه د ټولو افغانانو وجیبه وبلله او له خلکو یې وغوښتل چې د شریرو او مغرضو کسانو پر تبلیغاتو دې باور ونکړي او اجازه ورنکړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.

په همدې ترتیب د کونړ د ټولګټو ریاست سرپرست مفتي قدرت الله معاذ په خپلو خبرو کې د دغه ولایت خلکو ته ډاډ ورکړ چې هڅې کوي په کونړ کې نورې پروژې هم پلې شي او له خلکو یې وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه دې له ټولګټو ریاست سره شریک کړي.

په همدې حال کې د شلتن ولسوالۍ دوو مشرانو حاجي پام جان او حاجي احمد جان له باختر آژانس سره په خبرو کې، د یاد پله پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنې، روغتیا او همدارنګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې خپلې یو لړ ستونزې شریکې کړې او د افغانستان اسلامي امارت د مشرانو او مسوولینو له خوا یې د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.

د غونډې په پای کې پر یوشمېر مسوولینو ستاینلیکونه او سوغاتونه ووېشل شول.

د شلتن ولسوالۍ پل ۱۰ میلیونه ډالره ارزښت لري چې د کونړ شیګل، اسمار، ناړۍ او شلتن ولسوالۍ له مرکز اسعد آباد ښار سره نښلوي. دغه پل چې د تخنیکي ستونزو او د اوبو د ډېر فشار له امله نړېدلی و، د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکو له ډېرو ستونزو سره مخ کړي و، خو د ټولګټو وزارت د هڅو په پایله کې، د ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت بیا ورغول شو.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته