فرهنګ

پوهاند محمد رسول باوري : داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په هغو ټولو امکاناتو سره چې په واک کې يې لري دځوانانو ملاتړ کوي او دهغوى دودې په برخه کې هڅه او هاند کوي .

کابل باختر د مرغومي پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوري  نن (_ دافغانستان  دمخترعو ځوانانو ) دبنسټ له مسوول او يوشمير غړو سره وکتل .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې دافغانستان  دمخترعو ځوانانو دبنسټ مسوول  احمد ابوبکربګراموال  ، دنورو په استازيتوب ددغه بنسټ  دثبت او راجستر  دزمينې  دبرابرولو ، دلوړو زده کړو موسسو ته دځوانانو دچارو د معينيت له لارې ددغه بنسټ  ديوشمير غړو دمعرفي کولو ، په روزنيزو اوفرهنګي پروګرامونوکې دګډون دزمينې دبرابرولو او ددغه بنسټ دنندارتونونو په جوړولو کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دهمکارى  په ګډون  ددغه بنسټ غوښتنې داطلاعاتواو فرهنګ وزارت له سرپرست  سره طرحه کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  څرګنده کړه چې ځوانان دټولنې  فعال ځواک دى او دهېواد څه دپاسه نيمايي وګړي  ځوانان دي .
ده زياته کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په هغو ټولو امکاناتو سره چې په واک کې  يې لري دځوانانو ملاتړ کوي او دهغوى دودې په برخه کې هڅه او هاند کوي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست دنندارتونونو دجوړولو ،  دځوانانو دچارو دمعينيت له لارې روزنيزو پروګرامونو او تحصيلي موسسو ته ددغه بنسټ ديوشمير غړو دمعرفي کولو او له اړوندو ارګانونو سره ددغه بنسټ  دارتباط  دتامينولو دزمينې د برابرولو په برخه کې ددغه وزارت دهمکارى ډاډ ورکړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته