خبرونهاقتصاد

پکتیا کې ۲۰۰ جریبه ځمکه د غاصبینو له منګولو وژغورل شوه

کابل، غبرګولي۱۰مه، باختر

د  ښار جوړلو او ځمکو وزارت وايي، چې پکتیا ولایت کې يې ۲۰۰ جریبه غصب شوي ځمکه د غاصبینو له منګولو ازاده  کړې ده.

د پکتیا ولایت د ښار جوړولو او ځمکو ریاست چارواکي وايي، چې (۱۰۰) جریبه دولتي ځمکه یې په سپینه کلا  او تیره کې او دغه راز له سل (۱۰۰) جریبو زیاته دولتي ځمکه یې په رباطو، چوڼۍ او د شیخو دینارخېل دښته کې د غاصبینو له منګولو ژغورلې ده.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له غصب د دولتي ځمکو ژغورلو پر دوام هڅې پیل کړي چې له دولتي ځمکو اغېزمنه او ګټوره استفاده وشي.

هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د غصب شویو ځمکو د بیرته ازادولو ژمنه کړې وه او په دې لړ کې یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې زرګونه جریبه غصب شوې ځمکې د غاصبینو له منوګولو ژغورلې دي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته