ټولنه

ځوانان د ټولنې د ملا تېر دی

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
په میدان وردګو کې د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد ادارې مسوولین وايي چې ځوانان د ټولنې د ملا تېر دی او له دوی غواړي چې همکاري ورسره وکړي.
د میدان وردګو د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد ادارې مسوولینو د میدان ښار په ۵ جوماتونو کې د ځوان نسل د ذهنونو د تنویر، د نویو فتحو او اشغالګرود شومو پلانونو په اړه د امربالمعروف او نهی عن المنکر په چوکاټ کې وضاحت او اصلاحي بیانونه ورکړل.
دوی د راتلونکي اسلامي نظام په اړه ولسونو ته ډاډ او معلومات ورکړل. په خبره یې ځوانان د ټولنې د ملا تیر دی او له دوی یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې ځوانانو هم د اسلامي امارت پر کړنو خوښي وښوده او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
\ ن ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته