کابل باختر د غبرګولي څوارلسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په ننګرهار ولايت کې دناتودځواکونو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
دغه جګړه ماران دحصارک ولسوالۍ په بازار کې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال باختراژانس ته خبر ورکړ چې په دغو بريدونوکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل يرغلګر په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ