امنیت

څلور طالبان په لوګر کې ووژل شول

کابل/ د وري ۲۶ مه / باختر
د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ په مربوطاتو کې افغان ځواکونو پر وسله والو طالبانو برید کړی چې په پایله کې يې ۴ طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند وايي چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو په بره کي برک ولسوالۍ کې د طالبانو د ماین جوړولو پر کارخانې برید کړی چې په پایله کې یې ۴ طالبان وژل شوي او ۳ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته