امنیت

څو تنه دجنايي جرمونو په تور ونيول شول .

کابل باختر دزمري شپږمه
اته تنه پرون په غزني ولايت کې دجنايي جرمونو دترسره کولو په تورونيول شول
  دغزني ولايت امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل په يوخبري کنفرانس کې  وويل چې دغه کسان دغلا ، دنشه يي توکو دقاچاقو اوپلورنې او دانسان تښتوونې دجرمونو دترسره کولو په تور په غزني ښار کې ونيول شول .
ده زياته کړه دنورومشکوکوکسانو دنيولو لپاره چې په دغه ولايت کې په جنايي  پيښو کې لاس لري  هلې ځلې دوام لري او هغه  کسان چې ددغومجرمينو ملاتړ وکړي په هره کچه چې وي نومونه به يې رسنيو ته ورکړى شي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته