خبرونهټولنهښوونه او روزنه

چارواکي: افغانان باید نړیوالو ته په علم او عصري ټکنالوژۍ کې هم ماتې ورکړي

 کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د لغمان والي قاري ذین العابدین عابد د دغه ولایت د پوهنتون له مسؤلینو او استادانو سره په کتنه کې ویلي چې افغانان باید نړیوالو ته په علم او عصري ټکنالوژۍ کې هم ماتې ورکړي.

عابدین د پوهنتون استادان هڅولي چې ټول محصلین دې په اسلامي او هېوادني احساس وروزي.

نوموړي استادانو ته په خطاب کې وویل لکه څرنګه، چې افغانانو نړیوالو ته په جګړه کې ماتې ورکړه، همداسې باید په علم او عصري زده کړو کې هم ماتې ورکړي.

هغه زیاته کړه نن د علم او تعليم زمانه ده او ټول افغانان مکلف دي، چې په خپلو اولادونو اسلامي او عصري زده کړې وکړي.

په همدې حال کې د پوهنتون رئیس قاري محب الله هدایت او استادانو لغمان والي ته ډاډ ورکړ، چې خپل ټول محصلين به په اسلامي، اخلاقي او هېوادنۍ روحيه وروزي، چې خپل هېواد ته خدمت وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا مهال د لغمان پوهنتون په پنځو بېلابېلو پوهنځيو کې زرګونه محصلين په زده کړو بوخت دي.

سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته