کابل، د زمري لومړۍ، باختر
د غزني د امنیې قوماندانۍ ځایي چارواکي وایي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په تېرو لسو میاشتو کې د نږدې ۱۰۰۰ روږدي کسان راټول کړي او درملنه یې شوې ده.
د چارواکو په خبره، له یادې جملې څخه د ۹۲۱ تنو درملنه په روغتون او د ۵۹ نورو روږدو درملنه په خپلو کورنو کې شوې ده.
چارواکي زیاتوي چې ۱۲۰ تنه نور روږدي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
په همدې حال کې د غزني اوسېدونکي د امنیې قوماندانۍ دغه اقدام ستایلی او له چارواکو غواړي چې د نشه يي توکو پلورونکي ونیسي.
د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د چارواکو په خبره، د غزني ښار یې د روږدو کسانو له وجوده تر یو حده پاکه کړی او هڅه کوي چې دې لړۍ ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د هېواد په زیاتو بندخونو کې د روږدو درملنه پيل شوې ده. د اسلامي امارت چاوراکي وايي چې تر دې مهاله د زرګونو روږدو درملنه شوې او خپلو کورنو ته ستانه شوي دي.
ن/ر