فرهنګ

ډاکتررهين هغه ټولنه چې دنيکمرغۍ اوسوکالۍ لوړو څوکو ته رسيدلي دي دهغې دځوانانو دعلم اوپوهې اوپياوړي ځواک زيږنده دي

هغه ټولنه چې نيکمرغۍ اوسوکالۍ لوړو څوکو ته رسيدلې ده دهغې دځوانانو دعلم اوپوهې دفيض اوپياوړي ځواک زيږنده دي .

دغه ټکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين دمشرانو جرګي دعمومي غونډو په تالارکې دروزنيزپارلمان درييس عزيزالرحمن طيب په مشرۍ دځوانانو دروزنيز پارلمان په نننۍ غونډه کې بيان کړ.

دمشرانو جرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ .

په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزير دځوانانو دروزنيز پارلمان په تمويلولو کې دسنا مجلس دشکايتونو داوريدو دکميسيون درييس ډاکترزلمي زابلي دنوښت له امله قدر داني وکړه او ويي ويل ،هغه ځوانان چې نن له پارلمان سره بلدتياترلاسه کوي سبا کولاي شي دخلکو منتخب اوبريالي استازي دملت دکور ترچت لاندې لاره پيدا کړي اوبايد په دې فکر کې و اوسي چې څه ډول په اوسني پيړۍ کې خپلو خلکو اوټولنې ته دخدمت جوګه شي .

دغه راز ډاکتر رهين دعلم اوپوهې دزده کړي په لاره کې ځوانانو ته په خطاب کې وويل هيڅ کتاب دقرآن کريم په شان دعلم اوتفکر په باره کې تمرکز نه دي کړي او دنيکمرغي اوسوکالي لوړو څوکو ته رسيدل دځوانانو دعلم اوپوهې دفيض اودپياوړي ځواک زيږنده دي .

وروسته په غونډه کې دځوانو وکېلانوله خوا دفرهنګي يرغل ، په رسنيو کې دروزنيزو پروګرامونو دکمښت ، دوزګارتيا دستونزي ، دځينو تصويري رسنيو له خوا دمبتذلو سريالونو دخپريدو ، دکانکور په ازموينه کې ديوشمير ځوانانو دبې نتيجې پاتي کېدو ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي ، دښار دلوحو دکنترولولو، دداخلي فلمونو دتوليد ، دتاريخي اثارو په تيره بيا دعينکو دمسو دساتنې ، په ځينو رسنيو کې دمخورو کسانو دسپکاوي دمخنيوي اودځينو نورو مسلو په باب داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير ډاکتررهين اوددغه وزارت دځوانانو دچارو له معيين تيمورشاه اسحق زي څخه يو لړپوښتنې طرحه شوي .

په مقابل کې دغو چارواکو ديولړڅرگندونو دوړاندې کولو په ترڅ کې وويل يو شمير هغو ځوانانوپه باب چې دکانکور په ازموينه کې بې نتيچې پاتي شوي دي دهيواد په مرکز او ولايتونو کې دخصوصي لوړو زده کړو له موسسو سره تفاهم شوي دي چې تراوسه پوري نږدي پنځه ديرش زره تنه يې په مناسب تخفيف سره جذب شوي دي او دغه بهير له نورو خصوصي تحصيلي موسسو سره دوام لري . دوي زياته کړه چې دزياتو خدمتونو دترسره کولو په مقصد په ولايتونو کې دځوانانو شپاړلس مرکزونه او دهيواد په کچه دځوانانو عالي شورا ګانې جوړي شوي دي چې د وزګارتيا اودلوړو زده کړو موضوع ددغه وزارت په کاري لومړيتوب کې ځاي لري .

دغه راز ډاکتر رهين په هيواد کې درسانه يي خپرونو په باب رڼا واچوله او ويي ويل چې دځينو تلويزيونو خپرونې له نيمګړتياو او نواقصو سره سره دترکېې ، پاکستان ، مراکش او بنګله ديش په شان دنورو اسلامي هيوادونو په نسبت ښه موقعيت دي .

ده هيله وکړه چې رسني داسلامي اوملي ارزښتونو دساتنې په پام کې نيولو سره زده کوونکې پروګرامونه خپاره کړي او تياري يې څرگندکړ چې دمرستندويو موسسو په همکاري به دروزنيزپارلمان تاريخچه چاپ کړي.

دغه راز په غونډه کې دروزنيز پارلمان تمويلوونکې سناتور ډاکترزلمي زابلي دځوانانو دروزنيز پارلمان دکميسيونونو په کاري چارو کې په ځينو نيمګړتياو او کمزورتياو دانتقاد په ترڅ کې د نوامبر دمياشتي د ٢٥ نيټي دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دبندولو دنړيوالې ورځې يادونه وکړه او ويې ويل دتاوتريخوالې په مخنيوي کې ټول هيوادوال په تيره بيا ځوانان مسووليت لري اوبايد دتاوتريخوالې پرخلاف جدي مبارزه وشي او زه دملي شورا په تيره بيا دمشرانو جرګي دخونې په استازيتوب ټولو درنو ميندو او ښځو ته ډاډ ورکوم چې دښځوپرخلاف دتاوتريخوالې دله منځه وړولو په اړوند دقوانينو په تصويبولو کې داسلام دمبين دين دلارښوونو په پام کې نيولو سره هڅه او هاند وکړو .

ده دځوانانو دروزنيز پارلمان له غړو څخه وغوښتل چې په عمومي غونډو اودخپلو کميسيونونو په غونډو کې دغې پديدې ته زيات دقت وکړي .

دغونډي په پاى کې دلوړو ز ده کړو ، ورزش او دبدني روزنې ، نړيوالو اړيکو ، اقتصاد، دښځو دچارو ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي ، امر باالمعروف او نهي عن المنکر ، ثبات او امنيت، قومونو او قبايلو ، دژوندانه د چاپيريال اودځوانانو کميسيونونو خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل چې له دي جملي څخه ديوسف بارکزي په مشرۍ د ژوندانه دچاپيريال اودځوانانو د کميسيون کړه وړه او هلې ځلې دغونډي دغړو له خواوستايل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته