کابل /دليندې ١٨مه /باختر
د کابل ښاروالي د اساسي ودانيو د کنترول رياست په کابل ښارکې د خپل سرو اوغير قانوني ودانيود جوړولومخه نيسي.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د کابل ښاروالي د اساسي ودانيو د کنترول رياست موظفينود خپل کنترول اوڅارنې په دوام د کابل ښار د اوومې ناحيې په مربوطاتوکې له اجازې پرته اود غير قانوني ودانيود جوړولو مخه ونيوله.
د خپل سرو او دغيرقانوني ودانيو د جوړولو د مخنيوي او ويجاړولو د کارپه ترسره کولو سره د کابل ښارد بېلابېلو ناحيو په مربوطاتوکې د يوزيات شمېرساختماني سرغړونومخه نيول شوې ده.
دغه بهيرد کابل ښار په ټولو ناحيوکې د اجرا وړ دى اوله سرغړونکوکسانوسره قانوني چلندکېږي.
د يادونې وړده چې په وروستيوکلونوکې په کابل ښار کې د خپل سرو اوغيرقانوني ودانيو په جوړولوسره د ښارجوړولو د نورمونو د ټاکنې له امله د دغه ښار ښاري نظام ګډوډ شوى دى او د خلکوپه عمومي ژوندانه کې د ټولنيزوستونزو د رامنځته کېدوسبب شوى دى
ج-ا