خبرونهامنیتټولنه

کورنیو چارو وزارت د لوی اختر په مناسبت د ډاډمن امنیت په موخه د بشپړ چمتوالی خبر ورکړی دی

– کابل، چنګاښ۱۶مه، باختر

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې د ډاډمن امنیت لپاره يې بشپړ چمتوالی نیولی دی او هېواد وال دې په ډاډه زړه له اختر څخه خوند واخلي.

د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت چارواکو ډاډ ورکړی چې امنیتي ځواکونه چمتو دي ترڅو د پلازمینې کابل په ګډون په ټول هېواد کې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت امنیت ټینګ کړي.

سرچینې همدارنګه زیاته کړې، چاته به اجازه ورنکړي چې د لوی اختر په بهیر کې امنیتي وضیعت ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې د شکمنو کړنو د لیدو پرمهال دې ژر تر ژره امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي، تر څو کومه امنیتي پېښه رامنځته نه شي.

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته