خبرونهامنیت

کورنیو چارو وزارت: یوه میاشت وړاندې په کابل کې ورکه شوې ماشومه پيدا شوه

کابل، غبرګولي۲۱مه، کابل

د کورنیو چارو وزارت وايي چې هغه ماشومه يې خوست ولایت کې پيدا کړې، چې یوه میاشت وړاندې په کابل کې ورکه شوې وه.
د باختر آژانس د خبر له مخې یاده ماشومه شازیه نومېږي چې یوه میاشت وړاندې په کابل کې ورکه شوې وه، او تېره ورځ د امنیتي ځواکونو له لوري د خوست مرکز اړوند په لکڼو سمیه کې د بیدار په نوم د یوه کس په کور کې پیدا شوه.
شازیه د خوست د امنیه قومندانۍ د امنیت امر مولوي حیدر په لاس بېیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
د یادولو وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت کشفي او امنیتي سرتېرو تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې تښتول شوي کسان پیدا او خپلو کورنیو سره يې یوځای کړي دي

افغانمل

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته