امنیت

۱۷ وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

قلات/دکب۱۸/باختر
۱۷ وسله وال طالبان په زابل کې له پوځیانو سره په نښتو کې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه د ارغنداب، شاه جوی او ميزان ولسوالیو کې هغه وخت هوایي او ځمکني بریدونه وشول چې د پوځیانو پر پوستو اوګزمو یې بریدونه وکړل.
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو یو جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وویل چې په دغو بریدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول .
هغه وویل کله چې طالبانو د پوځیانو پر پوستو او ګزمو برید وکړ،ځمکنیو او هوایي ځواکونو په همغږۍ سره پر یرغلګرو بریدونه وکړل .
طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته