ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥مه
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پيغام
په تاسف سره مو اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د عالمانو شورا غړی مولوي عبدالواحد خمارو د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد مولوي عبدالواحد خمارو د خپل اوه اتیا کلن عمر لویه برخه د علم په حاصلولو او د خدای مخلوق ته په خیر رسولو او خدمت کې تېره کړه. ده د یوه واقعي عالم په حیث په ټولنه کې د سولې او روغې جوړې ډېرې هڅې وکړې او د خلکو تر منځ د منازعاتو په حل کې یې فعاله برخه واخیسته. د مولوي صاحب خمارو مړینه یوه ضایعه ده. د ده د وفات په مناسبت د مرحوم کورنۍ، دوستانو، د افغانستان د عالمانو شورا غړیو او د غزني متدینو خلکو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته