ـ قلات باختر د زمري ۱۳ مه
د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې تېر ماښام د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوی توعندی په یوه کور کې ولګید چې له امله یې د یوې مېرمنې په ګډون پنځو تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې پېښه کې دوه تنه ماشومان وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.
سیمه یېز مقامات وايي چې ټپيان په خپل وخت روغتون ته لېږدول شوي خو روغتیايی حالت یې د اندېښنې وړ دی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ