امنیت

په خوست کې يو قومي مشر دلمانځه د اداکولو په وخت کې شهيد کړى شو.

کابل – باختر دوږي دمياشتې ٣٠
يو قومي مخور پرون په خوست ښارکې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا شهيد کړى شو.
دخوست د والي ويندوى مبارز ځدران باختر آژانس ته وويل  :  په پخوانۍ جهادي قوماندان او قومي مخور ناظم ځدران دخوست ښار په جامع جومات کې دلمانځه د ادا کولو په وخت کې دناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې او شهيد کړى شو.
دځدران دڅرګندونو له مخې  :  له پيښې وروسته يرغلګر په تيښتې بريالۍ شول.
مبارز ځدران زياته کړه  :  تراوسه پورې ددغې پيښې په تور څوک نه دي نيول شوي او د بريد کوونکو دموندلو په خاطر پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته