سیاست

د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د درې اړخیزو خبرو اترو د دویم پړاو ګده اعلامیه

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې٢۵مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر مخدوم شاه محمود قریشي د افغانستان، چین، او پاکستان د بهرنیو چارو د وزیرانو د ډیالوګ دویمه ناسته پرون په کابل کې ترسره کړه.
د بهرنیو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په پرانیستوونکې وینا پيل شوه.
چین او پاکستان، افغانستان ته د پارلماني ټاکنو په بریالۍ توګه ترسره کولو مبارکي ورکړه او په ۲۰۱۹م کال کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو لپاره يې د افغان حکومت هلې ځلې وستایلې.
درې واړو لوریو، د خپل منځي اړیکو د پیاوړې کولو، د همکاریو د زیاتولو، د یوې لار او یو کمر بند پروژې تر چتر لاندې د اتصال د پراخولو، د افغانستان په اړه د سیمه يیزو اقتصادي همکاریو کنفرانس او نورو سیمه يیزو نوښتونو په وړاندې پر خپلو ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.
درې واړو لوریو، د یوه لار، یو کمربند ګډ نوښت په چوکاټ کې د چین، افغانستان او پاکستان د درې اړخیزو همکاریو پر غځولو او زیاتولو هوکړه وکړه. درې واړو لوریو، له هر ډول توپيري چلند پرته د ترهګرۍ د ټولو ډولونو په وړاندې د مبارزې په برخه کې پر خپلو قوي حل لارو یو ځل بیا ټینګار وکړ.
د بهرنیو چارو درې واړو وزیرانو د سیاسي متقابل باور د رامنځته کولو او د پخلاینې له بهیر څخه ملاتړ، پراختیايې همکاریو او نښلونې، امنیتي همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې او د درې اړخیزو همکاریو په برخو کې د ګډو دوامدارو هلو ځلو هوکړه وکړه.
درې واړو لوریو، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې له ټولشمول بهیر څخه چې په سیمه يیزه او نړیواله کچه يې بشپړ ملاتړ شوی او افغانستان ته د سولې راوستلو لپاره یواځنۍ حل لار ګڼل کېږي، پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
همدا راز، چین او پاکستان د جمهور رييس غني هلې ځلې او په ځانګړې ډول د کابل بهیر دویمې ناستې، او د افغانستان په اړه د جینیوا کنفرانس کې جوړو شویو هر اړخیزو پلانونو ستاینه وکړه او پر افغان طالبانو يې غږ وکړ چې ډیر ژر دې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.
په داسې حال کې چې د سولې بهیر د پیل کېدو هلې ځلې روانې دې، درې واړو خواوو پر اړوندو لوریو غږ وکړ چې تاوتریخوالې او په افغانستان کې د بېګناه وګړو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېږدي.
درې واړو لوریو، د متقابلو ګټو په برخو کې د اقتصادي پراختیايي همکاریو د دوام او د "نرمو پروژو" لکه د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د تبادلې تطبیق او او دوام او همدا راز د ژوندانه اسانتیاوو او نښلونې "سترو پروژو" د راسپړلو هوکړه وکړه.
چین، د غلام خان خیل سرحدي نقطو په دواړو خواوو کې د کډوالو د نوم ليکنې مرکزونو د جوړولو او د څښاک اوبو د اسانتیاوو د برابرولو په برخو کې له افغانستان او پاکستان سره د مرستې او ملاتړ او همدا راز په چمن او سپین بولدک کې د سړو خونو جوړولو لپاره خپل چمتو والی وښود.
چین همدا راز د کوېټه-قندهار ریل پټلۍ او د کابل-پيښور موټروې او ریل پټلۍ جوړولو په ګډون د برښنا او نښلونې سترو پروژو په برخو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لا ډېرو همغږیو ملاتړ کوي. درې واړو لوریو د عملي همکاریو تر چتر لاندې هوکړه شویو پروژو او فعالیتونو د تطبیق لپاره پر خپلو قوي ژمنو یو ځل بیا ټینګار وکړ.
درې واړو هېوادونو خپل قوي هوډ څرګند کړچې هيڅ هېواد، سازمان یا فرد ته به اجازه ورنکړي چې د دوی له اړوندو هېوادونو څخه د بل هر هېواد په وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه کار واخلې.
درې واړو لوریو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پر درې اړخیزو همکاریو غور وکړ او له هر ډول توپیري چلند پرته يې د ترهګرو ډلو او افرادو پر وړاندې د مبارزې هلو ځلو د همغږۍ او همکارۍ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
دوی همدا راز هوکړه وکړه چې د ترهګریزو شبکو د تمویل، استخدام او روزنې په ګډون به د ترهګرو لوژستیکي ظرفیتونو په وړاندې مبارزه کوي، د درې اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ظرفیتونه لوړوي، د ترهګرو انټرنټي کارونه به بندوي او د هغوی د نابودولو او له منځه وړلو په موخه به د نشه يي توکو کاروباریانو او د ترهګریزو فعالیتونو له تمویلوونکو سره د دوی د اړیکو د غوڅولو لپاره ګډ کار کوي.
درې واړه لوري موافق دي چې د بهرنیو چارو معینانو د درې اړخیز ستراتیژیک ډیالوګ، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او امنیت په باب د بهرنیو چارو معینانو د سلامشورو، د رييسانو په کچه د عملي همکاریو او نورو هوکړه شویو میکانیزمونو له لارې به د بهرنیو چارو وزیرانو دوهم ډیالوګ اجماع تطبیقوي.
چین او پاکستان له افغانستان څخه د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دویم ډیالوګ د جوړولو او د افغانستان د تودې میلمه پالنې له امله مننه وکړه او درې واړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو درېیم ډیالوګ به په ۲۰۱۹م کال په اسلام اباد کې ترسره شي.
پای – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته