امنیت

دکويټي دشورا پنځه تنه غړي په هرات کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
دطالبانو دډلې پنځه تنه مقامات  چې دپاکستان  دکويټې شورا غړي دي  په هرات ولايت کې  ووژل شول .
دهرات ولايت  امنيه قوماندان  پاسوال عبدالباقي  بهسودي په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه جګړه نن  دهرات ولايت  په لويديځ  دغوريانو په ولسوالۍ کې  هغه وخت ونښته چې دوو ډلوقاچاق وړونکو طالبانو  په نښتې لاس پورې کړ او له جګړې وروسته  پوليسو ددغو ډلو دافرادو په لاره کې  دکمين په نيولو سره  پنځه تنه يې ووژل .
امنيه قوماندان وويل  دترلاسه شويو معلوماتو له مخې  وژل شوي کسان دطالبانو دډلې  جګپوړي مسوولين  او دپاکستان په کويټه کې  دطالبانو دشورا  غړي و .
ده زياته کړه پوليس په دغو عملياتو کې  په دې بريالي شوي دي  چې د نشه يي توکو دپنځو تنو  قاچاق وړونکو په وژنې سربيره  دوه سوه شل کيلوګرامه اپين له دوو ميلو وسلو اوله يوه  سراچه ډوله موټر سره چې په قاچاق وړونکو پورې اړوند و  هم کشف او ترلاسه کړي .
  بهسودي زياته کړه  چې دغه قاچاق وړونکي له کويټې څخه هرات ته  راغلي و او غوښتل يې ايران ته  دنشه يي توکو په قاچاقو سره پيسې يې  په دغه ولايت کې په خپلو افرادو ولګوي .
  دهرات ولايت  دامنيې قوماندانۍ  دجنايي جرمونو پرخلاف  دمبارزې آمر  سيد ګل هاشمي  دباختراژانس خبريال ته وويل دهغو څيړنو له مخې چې ترسره شوي دي  په وژل شويو کسانو کې  په ملا بور مشهورمولوي  احسان الله ،  په لويديځه حوزه کې دطالبانو داستخباراتو مسوول  عبدالله ،  په لويديځه حوزه کې  دطالبانو درهبري مسوول  مولوي ضيا الحق  ، مولوي عبدالروف او سيف الله شامل دي .
دده دڅرګندونو له مخې ،  نيول شوي کسان  دفراه ، هلمند او هرات  دولايتونو اوسيدونکي  و  او دکويټې دشورا غړيتوب يې  هم درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته