ټولنه

په هرات کې دسېلاونو دراوتلو له امله ددريو تنو کليوالي اوسيدونکو وژل کيدل

-کابل باختر د غبرګولې دريمه :
دهرات  ولايت داوبې ولسوالۍ درې تنه اوسيدونکي پرون دسېلاونو دراوتلو له امله ووژل شول .
دغه درې تنه چې له درې کلنۍ  څخه تر لس کلنۍ  پورې ماشومان و پرون دسېلاونو دراوتلو له امله  بې درکه شوي و چې ديوتن مړى پرون پيدا شو او ددوو تنو نورو مړي هم نن ترلاسه شول .
دهرات ولايت داوبې په ولسوالۍ کې  يوې سيمه ئيزې   سرچينې باختراژانس ته وويل چې دغوسېلاونو په لسګونو کورونه ويجاړ کړي او ددې سبب شوي دي چې په سلګونو کورنى له خپلو  کورونو او ټاټوبو څخه وتلو ته اړې شي .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته