سیاست

دکابل خونړى بريد او ملي او نړيوال غبرګونونه .

 کابل باختر د ثور يوولسمه :
د کابل ښار په پرونيو ډار اچوونکو بريدونو کې چې ديوشمير  ملکي وګړو په تيره بيا دځينو رسنيو ديوشمير خبريالانو دمرګ ژوبلې سبب شول ملي او نړيوال غبرګونونه راوپارول او له پراخ نړيوالو محکوميت سره هم مخامخ شوي دي .
پرون سهار داتوبجو په شاوخوا کې له زرنج ډوله موټر سايکل  څخه په استفادې سره  دکابل ښار دشش درک په ساحه کې  ځانمرګي بريد وشو او کابو نيم ساعت وروسته ټيک کله چې دسيمې خلک خبريالان او دامنيتي بنسټونو  منسوبين دژغورنې لپاره  په ساحه کې راټول شوي و دګڼ شمير خبريالانو په منځ کې دويمه چاودنه وشوه چې له امله يې  ٢٥ تنه شهيدان او کابو پنځوس تنه نور ټپيان شول چې په شهيدانو کې  ٩ تنه خبريالان هم شامل و او  ٧ تنه نور  خبريالان په دې پيښه کې ټپيان شول .
دغه ډار اچوونکي بريدونه چې موخه يې په رسنيو بريد بلل شوى دى له پراخ ملي اونړيوال محکوميت سره مخامخ شوي دي
جمهوري رياست ديو اعلاميې په خپرولو سره په ملکي وګړو او خبريالانو بريد جنګي جنايت او داسلامي موازينو پرخلاف کاربللى او په ملکي وګړواو خبريالانو بريد يې نه بخښوونکي جنايت بللى دى .
  اجراييه رياست هم  ديوې اعلاميې په خپرولو سره پرونۍ پيښه وحشيانه عمل  بللى او ويلي يې دي چې دبيان ازادي د تيرو  ١١ کلونو ډيره مهمه لاس ته راوړنه ده او دهغې دفاع اوساتنه  ددولت  دنده ده .
دغه ډار اچوونکي بريدونه له ډار اچوونکو او دهغوى له ملاتړو سره دمقابلې  لپاره دافغانستان دخلکو اراده اوهوډ لاپسې پياوړې کوي او دافغانستان خلک به دغه شان پيښو ته تسليم نه شي .
داستازو  دمجلس ځينو غړو هم دغه پيښه  غندلې ده او دخبريالانو دامنيت په تامينولو  کې امنيتي مقاومت ګرم بولي .
  له بلې خوا هم دغه بريدونه دملګروملتو دسازمان  په کابل کې  دامريکا دسفارت ، ناتو او په افغانستان کې دغوڅ ملاتړ دماموريت په ګډون دنړيوالو بنسټونوله سند غبرګون سره مخامخ شوي دي .
په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي دغه بريدونه  غندلي دي اوپه ملکي وګړو او رسنيو بريد يې جنګي جنايت بللى دى او ټينګار يې کړى دى  چې په کابل او قندهار کې ډار اچوونکي بريدونه چې له امله يې ملکي وګړي او خبريالان قرباني شول له نړيوالو قوانينو څخه په ډاګه سرغړونه ده او په ملکي  وګړو بريد جنګي جنايت دى .
په کابل کې دامريکا سفير دغه راز ددغې پيښې په غندلو سره ويلي دي په کوم ځاى کې چې رسنۍ له خطرسره مخامخې وي  نور بشري موارد له سترګواښ  سره مخامخ کيږي
موږ له ډار اچوونې سره دمبارزې په کار کې  دافغانستان او حکومت تر څنګ دريږو او دافغانستان  دساتنې لپاره دپرله پسې  هڅو په خاطر دملي  دفاعي او امنيتي ځواکونو قدرداني کوو .
په افغانستان کې دامريکايي او دناتو دځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکل  سون هم ددغو بريدونو په اړوند ويلي دي چې موږ په کابل کې ډار اچوونکي بريدونه چې له امله يې  امنيتي ځواکونه  ملکي وګړي اوخبريالان  قرباني شول په کلکه  غندو او دخپلې ډاډ ګيرنې او خواخوږي  مراتب دقربانيانو کورنيو او دافغانستان درسنيو  کارکوونکو ته اعلاموو
موږ له ډار اچوونکو سره په مقابله کې دخپلو افغان متحدينو ترڅنګ ولاړ يو دافغانستان خلکو دښمنان  به ددغه شان بريدونو په ترسره کولو سره بريالي  نه شي او دافغانستان له دولت او خلکو سره زموږ دژمنو دلازياتې پياوړتيا سبب به شي .
داروپا اتحاديې هم په کابل کې دبريدونوپه غندلو  سره ويلي دي چې داروپا اتحاديه دافغانستان دخلکو تر څنګ  ولاړه ده،  او دډار اچوونکو پرضد  ددغه هېواد ددولت دهڅو بشپړ ملاتړ  کوي او له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي .
دغه راز دسيمې او نړۍ  دځينو هېوادونو دبهرنيو  چارو وزارتونو په جلا جلا اعلاميو  کې دغه بريدونه غندلي دي  او د ډار اچونې  پرضد دسيمې دټولو هېوادونو په ګډې مبارزې  باندې يې ټينګار کړى دى .
  ختم_  شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته