امنیت

يولس کلن هلک دتښتونکو له منګولو څخه وژغورل شو .

کابل باختر د ليندۍ اوومه :
دبغلان ولايت پوليسو يولس کلن هلک دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغوره .
  دغه لس کلن ماشوم رحم خدا نوميږي  او اووه  ورځې مخکې په بورکې ولسوالۍ  پورې اړوند هزاره  له سيمې  څخه دملاامير په نامه د يوه سړۍ له خوا تښتولى شوى و .
دبغلان ولايت امنيه قوماندان جنرال نورحبيب ګلبهاري باختراژانس ته  خبر ورکړ ملاامير د ٢٥ کسيزي ډلې سرګروپ  او دطالبانو له افرادو څخه دى چې رحم خدا يې دده  کورته څيرمه  تښتولى او دازادولو  په بدل کې يې دده له کورني   څخه پنځه سوه زره افغانۍ غوښتې وې
ګلبهاري زياته کړه دغه ماشوم دشنبې په شپه  له يوه پټنځي  څخه  بل پتنځي  ته دليږدونې  په وخت کې له پوليسو سره  مخامخ شو او له  تښتوونکو سره دپوليسو له نښتې وروسته دهغوى له منګولو ازاد شو انسان تښتونکي  دشپې  له تورتم  څخه په استفادې سره  وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته