امنیت

دعلينکار ولسوالۍ دملي امنيت دمديريت مرستيال ووژل شو

کابل باختر دوږي ٢٥
  دعلينکار ولسوالۍ دملي امنيت دمديريت  مرستيال ووژل شو .
دلغمان ولايت دعلينګار ولسوالۍ دملي امنيت دمديريت مرستيال  د ناپيژندل شويو وسله والو کسانو له خوا و وژل شو او ميرمن يې ټپي شوه .
دلغمان د والي ونيدوى سرحدي  ځواک  باختر اژانس ته وويل  چې وسله وال کسان تيره شپه  دميلمنو په توګه  دعلينګار ولسوالۍ  دملي امنيت دمديريت دمرستيال سيد پاچا کور ته ورغلل  کله چې ده  دروازه  پرانستله  د وسله والو کسانو له خوا  پرې بريد وشو .
  ځواک زياته کړه چې دعلينګار ولسوالۍ دملي امنيت دمديريت مرستيال  په دې بريد کې  ووژل شو اوميرمن يې ټپي شوه .
  دلغمان ولايت  دعامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالطيف قيومي وويل:  دپيښې  ټپي  له لومړني درملنې وروسته  د جلال اباد روغتون ته وليږدول شوه او روغتيايي حالت يې  مخ په ښه والې دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته