اقتصاد

فضل الهادي مسلميار د نفتي توکو د توريدي شرکتونو شکايتونه د سوداګرۍ او صنايکابل باختر د وږي نهمه : د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار د نفتي توکو د توريدي شرکتونو شکايتونه د سوداګرۍ اعو له وزير او د نورم او ستندرد د ملي ادارې له رييس سره طرحه کړل.

کابل باختر د وږي نهمه :
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار د نفتي توکو د توريدي شرکتونو شکايتونه د سوداګرۍ او صنايعو له وزير او د نورم او ستندرد د ملي ادارې له رييس سره طرحه کړل.
دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په هغې کتنه کې چې له همدې امله وشوه؛ آذرخش حافظي د نورو برخه والو په استازيتوب د بې کيفيته او زيان رسوونکو تيلو د توريد په باب د دغو شرکتونو اعتراضونه او غوښتنې طرحه کړې او د نه چاڼ شويو نفتي توکو د توريد د څيړنې او بندولو لپاره يې د موظف هئيت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه چې ويل کيږي د غضنفر ګروپ شرکت له خوا دهيواد له بهر څخه وارديږي. 
حافظي  څرګنده کړه چې لازمه ده چې له معتبرو نړيوالو نفتي کمپنيو څخه يو هيئت هم افغانستان ته راشي او دغه توکي دې د نړيوالو ستندردونو له مخې وڅيړي.
وروسته د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي د حکومتي هيئت د موظف کولو په باب د جمهوري رياست دعالي مقام دحکم په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل: دغه هيئت دنده لري چې د اومو نفتي توکو د واردولو اندازه، د چاڼ د دستګاوو توليدي ظرفيت او د مضرو عناصرو په جلاکولو د چاڼ د دستګاوو ځواکمنۍ چې د ژوندانه د چاپيريال دککړتيا سبب کيږي؛ تثبيته کړي.
دسنا مجلس رييس د ژوندانه د چاپيريال ساتنې د اړتيا په باب خبرې وکړې او د موضوع دقيقې څيړنې باندې يې ټينګار وکړ او ويې ويل: د مشرانوجرګه به دخپلو هغو قانوني واکونو له مخې چې هماغه دحکومت دعملونو څارنه ده؛ اجازه ورنه کړي چې د بې کيفته نفتي توکو واردول د خلکو روغتيايي او سلامتيا د ژوندانه دچاپيريال حالت او د هيواد اقتصاد ته زيان ورسوي او دغه موضوع به تعقيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته