ترینکوټ باختر د سلواغې ۲۲ مه
چارواکي وايي چې تېره ورځ بهرنیو ځواکونو د روزګان ولایت په خانقې سیمه کې هوايي بریدونه ترسره کړي چې له امله یې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روزګان د امنیې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان زین الله د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په دغو بریدونو کې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي،څلور تنه ټپيان شوي او د دوی درې پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.پای/وصال