اقتصاد

دمالیې وزیر د تمویلوونکو ادارو له استازو او سفیرانو سره وکتل

کابل باختر دکب  درې ويشتمه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، د کب دمیاشتې په ۲۲ نېټه د افغانستان لپاره د اورپایې ټولنې له ځانګړي استازي او سفیر ښاغلي فرانز مایکل میلبن، د افغانستان لپاره د یوناما ماموریت له سرپرستې اغلی پرنیلې داهلر کردل او د تمویلوونکو ادارو له استازو سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د برېښنایې تذکرو استازو هم شتون درلود، په افغانستان کې د ټاکنو پر چمتووالي، د یادو ټاکنو پر مالي امکاناتو او د بودیجې پر تامین، د شفافو ټاکنو لپاره د ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې او د سیستمونو پر جوړولو او تدارکاتي پړاوونو هر اړخیزې خبرې وکړې.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دواړو خواوو ( د افغان حکومت استازي او مالي تمویلوونکو) څخه یو ګډه کمېټه د ټاکنو چارو د ښه پرمختګ او په یاده پروسه کې د شفافیت د تامین په موخه جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته