اقتصاد

په افغانستان کې دخصوصي پانګې اچونې پروګرام لومړى مقام وګاټه

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٨ :
په افغانستان کې دخصوصي پانګې اچونې پروګرام چې دافغانستان دسوداګرۍ اوصنايعو د وزارت له خوا برابر شوى و  په دوبۍ کې دپانګې اچونې په کلنۍ غونډه کې لومړى مقام وګاټه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  دسوداګرۍ اوصنايعو وزير همايون رسا  په يوه خبري غونډه کې وويل چې دغه غونډه دنړۍ ديوسلوشلوهېوادونو داقتصادي او مدنې بنسټونو داستازوپه ګډون په دوبۍ کې  جوړه شوې وه  چې افغانستان دمنځنۍ آسيا ،روسيې اوقفقاز  دهېوادونو ترمنځ لومړى مقام وګاټه.
دسوداګرۍ وزير زياته کړه  چې دغه مقام افغانستان ته  دسوداګرۍ دودې  اوپه هېواد کې دخصوصي پانګې اچونې په برخه کې دبرابرو شويو آسانتياو ښکاروندى دى.
ده زياته کړه  چې په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې  په افغانستان کې   خصوصي برخې  يوملياردو اووه سوه  مليونه ډالره  پانګه اچونه کړې  ده  چې دا زموږ هېواد ته ستر برياليتوب دى او دغه موضوع دپانګې اچونې په کلنۍ غونډه کې   چې په دوبۍ کې جوړه شوې وه هم وړاندې شوه.
دسوداګرۍ اوصنايعو وزير زياته کړه چې په ٢٠١٥ ميلادي کال کې  خصوصي برخې په افغانستان کې  څه دپاسه شپږ سوه مليونه ډالره پانګه ا چونه کړې ده  په داسې حال کې چې په  ٢٠١٦ميلادي کال کې  خصوصي برخې  يومليارده اووه سوه مليونه ډالره پانګه اچونه کړې ده چې د ٢٠١٥ کال په پرتله په هېواد کې  دسوداګرۍ او خصوصي پانګې اچونې په برخه کې  ښه وده ښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته