خبرونهاقتصادټولنه

کابل؛ د باغ قاضي سړک زیانمنې شوې برخې بیا ورغول شوې

کابل، د وري ۶مه، باختر
د کابل ښاروالۍ د دغه ښار د ابن سینا روغتون څخه تر چنداول پورې د باغ قاضي سړک د زیانمن شویو برخو د بیارغولو خبر ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي چې له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او د موټرو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د دغه سړک د بیا رغولو چارې ترسره شوې دي.
سرچینې زیاته کړې د کابل ښار په کچه هغه سړکونه چې بیا رغولو ته اړتیا لري؛ له فني او تخنیکي څېړنو وروسته به یې د بیارغولو په اړه اقدام وشي.
د سرچینې په وینا د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې به د حضوري چمن او د ور څېرمه سیمو سړکونو د زیانمنو برخو د بیارغولو چارې هم ترسره کړي.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د کابل ښاروالۍ د سړکونو له ویجاړېدو د مخنیوي او د موټرو د تګ راتګ په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د سړکونو د بیارغولو چارې ترسره کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته