روغتیا

په بورکه کې دروغتيايي کلينيک ودانۍ جوړيږي .

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست له خوا  ديوې روغتيايي کلينيک  دجوړولو کار پيل شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دبغلان ولايت دعامې روغتيا رياست مرستيال عبدالحليم  غفاري وويل چې دبورکې ولسوالۍ په مرکز کې  دغه روغتيايي کلينيک ددرې سوه مربع متره ځمکې په ساحه کې دعامې روغتيا وزارت له انکشافي  بودجې څخه دڅه دپاسه يوولسو مليونو افغانيو په لګښت ديوکال په موده کې بشپړيږي .
ده وويل چې دغه ودانۍ ددولسو خونو په ظرفيت جوړيږي او په اړتيا وړ وسايلو سمباليږي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته