کابل/ د وږي ٣مه /باختر
د بغلان د ملي امنیت موظفینو نن یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد کړ .
د بغلان د ملي امنیت د ریاست مطبوعاتي دفتر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه ماشوم دوه ورځې مخکې د کابل د احمد شاه بابا مینې له ساحې څخه تښتول شوی و او پلخمري ته لېږدول شوی و .
هغه وویل چې دغه ماشوم د بغلان د ملي امنیت د ادارې د منسوبانو د ځانګړو او اوپراتیفي عملیاتو کې د پلخمري ښار د سیلو په ساحه کې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو .
د بغلان د ولایتي شورا غړى بسم الله عطاش د بغلان د ملي امنیت د کارکوونکو هلې ځلې د ستاینې وړ وبللې .
د پېښې عاملین له ساحه څخه وتښتېدل او د دوی د پېژندنې او نیولو په مقصد هلې ځلې دوام لري . سعیده
0 1 دقیقه لوستل