امنیت

په بلخ کې د وسله والو طالبانو د يو مشهور قوماندان نيول کېدل

کابل – باختر دليندۍ ديارلسمه
د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان په بلخ ولايت کې د پوځي عملياتو په بهير کې ونيول شو.
په دغه قوماندان نن سهارکله چې د چمتال ولسوالۍ په ځينو سيموکې د يولړ ترورستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ د افغان پوځيانو او د ناټو د ځواکونو له خوا بريد وشو او ونيول شو.
باختر آژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغه قوماندان په بلخ ولايت او د هغه دګاونډيو دولايتونو په ځينو سيموکې د وسله والو طالبانو د زياترو ترورستي بريدونو د رهبري مسووليت په غاړه درلود.
ناټو ددغه  قوماندان هويت په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل چې دى د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان دى .
په خبرپاڼه کې د وسله والو طالبانو په دغه قوماندان په شمال او په تېره بيا د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په ځينو سيموکې د لسګونو خونړيو ترورستي پيښو ته د سازمان ورکولو تورلګول شوى دى.
نيول شوى قوماندان د افغانستان په شمال کې د وسله والو طالبانو له نورو سيمه  ييزو قوماندانانو سره هم مالي او لوژيستيکي ملا تړ کړى دى.
ددغو پوځي عملياتو په بهيرکې په دغه قوماندان پورې څو تنه نور اړوند کسان هم نيول شوي دي. ناټو وايي چې ددغه قوماندان په پټنځاى کې يې دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم  ترلاسه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته