امنیت

په کندهارښارکې دشپږووسله والو طالبانونيونه اووژنه

کندهار باختردوري دمياشتې ١٠ :

په کندهار ولايت کې څلورتنه وسله وال طالبان  دافغان ځواکونوپه ددوو عملياتو په بهير کې ووژل شول.

په دغو عملياتو کې چې دچهارشنبې دورځې په مازيګر او ماښام کې ترسره شول دوه تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي.

په لومړيو عملياتو کې چې پرون مازيګردپنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

دکندهار ولايت درسنيو مسوول جاويد فيصل باختراژانس ته وويل په دويم عملياتو کې  چې پرون ماښام دشاولي کوټ ولسوالۍ په پريان او يتيمانو کليوکې ترسره شول دوه تنه وسله وال طالبان له يو ماين ايښود ونکې ووژل شول او دوه تنه نور ونيول شول .

جاويد فيصل وايي  چې دغو طالبانو تراوسه پوري په کندهار کې په لسګونه تروريستي بريدونه ترسره کړي و

 دکندهار ولايت درسنيو دمسوول دڅرگندونوله مخې  ددغو ددوو عملياتو په بهيرکې افغان ځواکونواوملکي وګړو ته زيان نه دى رسيدلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته