کابل باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
په کابل کې د ورزش د بيلابيلو څانګو دانتخابولو په دوام پرون د سوک وهلو ، سنوکر او د بيړۍ چلونې په څانګو کې استادانو په بيلابيلو غونډو کې خپل استازي د فدراسيونونو په عمومي ټولنه کې دغړيتوب لپاره انتخاب کړل.
دباخترآژانس د خبرله مخې دغه غونډه چې د ورزش د فدراسيونونو دانتخاباتو د ترسره کولو دکميسيون په مديريت جوړه شوې وه.
داد محمدپاينده اختر د سوک وهلو د فدراسيون د استازي په توګه ، محمديحيى قيومي دسنوکر دفدراسيون د استازي په توګه او حامدعرب د بيړۍ چلوونې د فدراسيون د استازي په توګه وټاکل شول. پاى سعيده ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ