ټولنه

خبرتيا

کابل باخترد سلواغې يوولسمه : دانرژۍ او اوبو وزارت خبرتيا دهايدرو لوژيکي دستګاو دمشاهداتو له مخې، دروان کال دغبرګولې دمياشتې له ١٠ نيټې څخه تر ١٣ نيټې پورې داورښتونو اودآمو ، هريرود او مرغاب دسيندونو په حوزو او دکابل سيند په حوزه دکوکچې ، تالقانو ، بغلان ، باميان ، غور ، غزني ، لوګر ، کابل ، لغمان ، کونړ او دننګرهار دسيندونو داوبو دکچې دلوړيدو او دسېلاونو دراوتلو احتمال متصور دى . ددغوسيمو په ټيټو ساحو کې له ټولو اوسيدونکو خلکو څخه غوښتنه کېږي چې دسېلاونو دراوتلو او د سيندونو داوبو دڅپانده کيدو په وخت کې دې دسيندونو غاړو ته له نږدې کيدو څخه دډه وکړي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته