ټولنه

په بغلان کې داور لګيدنې له امله مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دلړم څوارلسمه
په بغلان ولايت کې داور لګيدنې له امله يو تن و وژل شو او يو تن بل ټپي شو .
دغه اور دبغلان ولايت داندراب دبنو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داستوګنې په يو کور کې ولګيد .
دبنو ولسوال عبدالولي حميدي باختر اژانس ته وويل په دې اور لګيدنه کې چې تيره شپه ددغې ولسوالۍ د استوګنې په يو کور کې ولګيددزياتو مالي تاوانونوپه اوښتوسربيره  يو تن وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى .
دحميدي دڅرګندونو له مخې داور لګيدنې په دې پيښه کې سربيره پردي چې ددغه کور دڅلورو خونو ټول وسايل له منځه تللي دي يوه څوارلس کلنه نجلۍ د سوځيدنې دسختوالې  له امله وژل شوي او يو تن بل ټپي شوي دي
  دغه راز ده په دې ترڅ کې چې ددغې پيښې اصلي علت دکورنۍ دغړو غفلت  او بې پروايي وبلله څرګنده کړه چې ددغې پيښې ټپي دټپونو دژورتيا له امله ددرملنې په مقصد کابل ته ليږدول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته