ورزش

په هرات ولايت کې دفوټسال سيالۍ پيل شوې .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٧
دځوانانو د فوټسال سيالۍ تيرماښام په هرات ولايت کې په دوو لوبو سره پيل شوې .دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دبآختر آژانس خبريال ته وويل : په دغو سياليو کې لومړۍ دشهيد نقيب ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره دنهضت ټيم ته ماتې ورکړه او په بله لوبه کې دثار ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره دپيمان پر ټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ داته وشيتو ټيمونو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې تيرماښام په هرات ولايت کې پيل شوې او هره ورځ په دوو لوبو سره دوام مومي.
دضيا الحق دڅرګندونو له مخې ټاکل شوې ده نن ماښام دمتحد او دانصاري ، دهرات باستان او دصرافانو ټيمونه لوبې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته