امنیت

پنځه تنه مليشه طالبان په خيبر ايجنسۍ کې ووژل شول

پيښور دان – باختر دلړم دمياشتې ١٤
د خيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په تيرا وادي کې د مليشه طالبانو په پټنځيو نن د پاکستان د امنيتي ځواکونو د بريدونو له امله پنځه تنه مليشه طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ: امنيتي ځواکونو د دغو بريدونو په بهير کې د آرينام وانر، ديريوند او زور کيلي په سيمو کې د لښکر اسلام د ډلې د تندلارو څلور پټنځي ويجاړ کړل.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دپاکستان امنيتي ځواکونو د طالبانو په پټنځيو د ماشينګڼو او توپونو بريدونه وکړل.
پرون هم په خيبر ايجنسۍ کې د چاودنې له امله څلورتنه ووژل شول.
پاکستاني پوځيانو په خيبر ايجنسۍ پوځي عمليات په تېره ميلادي مياشت کې پيل کړل او په دغو عملياتو کې د لښکر اسلام ډلې په پټنځيو هوايي بريدونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته