خبرونهورزش

افغانستان عراق ته د ۵-۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه

کابل، د غوايي ٧مه، باختر
د ۲۰۲۴ اسیا جام فوټسال سیالیو په پلی‌ اف پړاو کې افغانستان فوټسال ملي لوبډلې عراق لوبډلې ته د ۵ ـ ۳ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه .
د المپیک ملي کمېټې او د سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د یادو سیالیو پلی‌اف پړاو ته د افغانستان په ګډون عراق، ویتنام او قرغیزستان لوبډلو لارموندلې وه، چې د افغانستان فوټسال لوبډلې د عراق فوټسال لوبډلې ته ماتې ورکړه او ویتنام به د قرغیزستان پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
هېره دې نه وي چې افغان لوبډله به د ویتنام او قرغیزستان لوبډلو ترمنځ د سیالۍ ګټونکې لوبډلې سره راتلونکې یکشنبې لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته