سیاست

د ځانګړي استوګنځي له تثبيت وروسته دې د جوګي قوم د تذکرو پر سر بحث وشي.

کابل باختر د کب اتمه :
په هېواد کې د جوګي قوم د هويت او برخليک د څرنګوالي په خاطر جوړ شوي
کميسيون د اجرائيه رياست د لومړي مرستيال انجينر محمد خان په مشرۍ خپله
لومړنۍغونډه جوړه کړه.
دافغانستانداسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه کميسيون چې د وزيرانو شورا د پريکړې پر اساس ټاکل شوی، د کورنيو،
اوبهرنيوچاروعدليې او د کډوالو دچارو وزارتونو او د ملي امنيت دلوی رياست استازي
يې غړي دي، نن يې په همدې اړه پر يو شمېر ممهو ټکو بحث وکړ.
د دغه کمسیون مشر انجينر محمد خان وويل: دا ستونزه يوازې زمونږ په هېواد
کې نه ده، د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې له ورته حالت سره مخامخ شويو وګړو
ته پيژندپاڼې ورکړل شوي دي، د هېواد نافذه قوانيونو او د نورو هېوادونو
له تجربو څخه په استفادې سره بايد د هغو وګړو د هويت د تثبيت په خاطر مسئول
ارګانونه مناسب اجراآت ترسره کړي چې لا يې هويت نه دی څرګند زمونږ په
هېواد کې ژوند کوي.
ده زياته کړه چې په هېواد کې له تذکرو پرته د سلګونو کورنيو اوسېدل،
له يوې خوا دغو کورنيو ته جلا جلا ستونزې پيدا کوي، له بلې خوا دغه خلک د
تذکرو د نه لرلو په سبب له هغو مکلفيتونو بهر پاتې کېږي کوم چې افغان
وګړو ته متوجه دي او همدا ډول له تذکرو پرته په هېواد کې ژوند کول يو
شمېر امنيتي ستونزې هم راولاړوي چې په اړه يې بايد کوټلي ګامونه پورته
شي.
د اجرائيه رياست لومړي مرستيال زیاته کړه : زما په آند د جوګي قوم او د
نورو بې ځايه شويو کورنيو د تذکرو نه لرلو ستونزه تر هغه په موفقيت نه
شي حل کېدای، چې دوی ته په يو مناسب ځای کې ځانګړي استوګنځی نه وي
چمتو شوی، تر هغه وروسته بايد دوی ته د تذکرو ورکولو لړۍ پيل شي.
د کورنيو چارووزارت استازي او د وګړو د احوالو د ثبتولو لوی رئيس
نوراحمد غفوري وويل: د جوګي قوم او د نورو بې ځای شويو کورنيو ستونزې يې
په بيلا بيلو ولايتونو کې تر ډېره حده حل کړي دي، يوازې په کابل کې يې د
ستونزو په اړه اجراات نه دي ترسره کړي، لامل يې دا دی چې دوی د اوسېدو
لپاره مشخص ځای نه لري او د کابل په بيلا بيلو سېمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.
انجينر محمد خان د خپلو خبرو په ترڅ کې دا هم زياته کړه چې د دغې ستونزې
د اوارولو بهير بايد د امنيتي او استخباراتي ارګانونو په مشوره ترسره شي
چې ددغې موضوع په اړه په راتلونکي کې له امنيتي ګواښونو سره مخ نه شو.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې کميسيون به د جوګي قوم له يو شمېر
مشرانو سره د ناستې وروسته خپل نظر د وزيرانو شورا او له هغې وروسته به د
کابينې غونډې ته وړاندې کوي چې په اړه يې د کمسیون په راتلونکي ناسته کې
تصميم ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته