امنیت

دوه تنه وسله وال مخالفين په لوګر کې ووژل شول.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دوه تنه وسله وال مخالفين  په لوګرولايت کې  ووژل شول.
په لوګرولايت کې تيره شپه ددولت دوسله والو مخالفينو او دافغان امنيتي ځواکونو اودايتلاف  دقوتونو ترمنځ  نښته کې دوه تنه وسله وال مخالفين  ووژل شول اويو بل مخالف ټپي شو.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمررييس خان عبدالرحيم زي  باختراژانس ته وويل،  په  وسله والو مخالفينو له هغه وروسته چې دايتلاف  دځواکونو  په ګزمې بريد وکړ  دسيمه ييزو پوليسو اودايتلاف  دځواکونو له خوا بريد وشو اوله امله يې دوه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او يوبل مخالف ونيول شو.
دامنيت آمر وويل  چې په دې پيښه کې افغان امنيتي ځواکونو او ايتلاف قوتونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته