سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين له کاناډايي هيئت سره په کابل کې وکتل .

کابل باختر دثور  ١١ :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين  حکمت خليل کرزي  پرون دکاناډا دنړيوالو چارو وزارت دمعين ډاکتر دونالد بوبياش او په کابل کې ددغه هېواد دسفير کينيت نيوفلدپه مشري  له کاناډايي هيئت سره وکتل .
  دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ، په افغانستان کې دټيکاو دتامينولو لپاره  دکاناډايي عسکرو سرښندنې وستايلې او ددغه هېواد دمرستو اوهمکاريو او دبروکسل او وارسا په کنفرانسونوکې دژمنې او دغه راز  دپوهنې ، روغتيا او کرنې په برخو کې ددغه هېواد  دمرستو له امله  مننه وکړه اودکاناډا هيواد يې دافغانستان لپاره  ډير مهم دوست او شريک وباله .
  په دې کتنه کې  په افغانستان کې دوروستيو اقتصادي او سياسي  انکشافاتو ،  د ګلبدين حکمتيار په مشري  له حزب اسلامي سره  دسولې دخبرو ، له پاکستان  سره  دافغان مهاجرينو  د راستنولو دبهير ، دښځو او ماشومانو  دبشري حقوقو دحالت  ، په افغانستان او سيمه کې دسولې او ټيکاو دتامينولو او داقتصادي پياوړتيا په لاره کې  دګاونډيو هېوادونو  دسياسي او اقتصادي رول او له تروريزم سره  دصادقانه مبارزې په باب خبرې وشوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته