سیاست

د ټوکیو کنفرانس د دوه اړخیزې حساب ورکونې په چوکاټ کې د شویو پرمختګونو د څیړنې په موخه نن د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت او بریتانیا تر مشرۍ لاندې د لوړ پوړو کارکوونکو ګډه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دغبرګولي  اته ويشتمه :
د ټوکیو کنفرانس ددوه اړخیزې حساب ورکونې په چوکاټ کې د ترسره شویو پرمختګونو د څیړنې په موخه نن د بهرنیو چارو په وزارت کې د لوړ پوړو کارکوونکو غونډه جوړه شوه.
دبهرنيوچارووزارت داطلاعاتواوخپرونورياست باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې د هیواد مالیې وزارت د دوه اړخیزې ځوابوینې د چوکاټ تر نامه لاندې د ۱۳۹۱ کال په هکله خپل رپوټ وړاندې کړ چې پر بنسټ یې د ولسواکۍ د ټینګښت او عادلانه ټول ټاکنو د ترسره کولو، حکومتوالۍ، د قانون واکمنۍ، بشري حقونو او پراخه بنسټه او پاییدونکې پراختیا په څانګو کې عملیاتي پلانونه تشریح او بیان شول.د مالیې وزارت په خپل رپوټ کې یادونه وکړه چې د ټوکیو کنفرانس د ژمنو په پام کې نیولو سره ځینو هیوادونو چې د افغان دولت د ملي بودیجې له لارې یې د خپلو پيسو د پنځوس سلنه د لګولو ژمنه کړې وه، تر اوسه ندي پرداخت کړې.
په ټوکیو کنفرانس کې نړیوالې ټولنې تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې د ۱۶ ملیاردو امریکایي ډالرو د ورکولو او تر ۲۰۱۷ کال پورې د مالي مرستې د برابرولو ژمنه کړې وه او ژمنه شوې وه چې د خپلو مرستو پنځوس سلنه به د افغان دولت د ملي بودیجې له لارې لګوي او تر ۸۰ سلنې پورې به د ملي لومړیتوب لرونکو پروګرامونو سره سم لګوي.
په دې غونډه کې همداراز د آزادو او شفافو ټول ټاکنو د ترسره کولو، د اداري فساد پر وړاندې مبارزې او د ښځو د لا زیاتو حقونو د ټینګښت په برخو کې  د افغانستان حکومت په لا زیاتو هڅو ټینګار وشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته